دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 168078
هند صدراعظم عمران خان ته د پاکستان ټاکنو ګټلو مبارکی ویلي
د هند صدراعظم نارندرا مودي د پاکستان د انتخاباتو له ګټونکي عمران خان سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته د بریا مبارکي ویلې او دواړو مشرانو په سیمه کې د سولې لپاره هیله څرګنده کړې ده.ر

د جولای د ۲۵مې په انتخاباتو کې چې په ترڅ کې یې د پراخو درغلیو ادعاوې شوې، د تحریک انصاف له بریا وروسته دا لومړی ځل دی چې مودي او عمران خان خبرې سره کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوي ډیلي او اسلام اباد اړیکې خورا ترینګلي شوي او د اټمي وسلو د لرونکو دې دوو هېوادونو ترمنځ خبرې د کشمیر په لانجمنه سیمه کې د وخت ناوخت نښتو له وجې ځای پرځای ولاړې دي.
خان چې د څارونکو په نظر ښايي د پاکستان راتلونکی صدراعظم وي، د خپل ګوند د بریا په مناسبت په وینا کې وویل، دی غواړي چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر پخوانۍ لانجه حل کړي.
هغه وویل که هند په دې برخه کې یو قدم پر مخ واخلي، نو پاکستان به دوه واخلي.
ویل کېږي چې عمران خان اوس مهال له خپلواکو کاندیدانو او وړو ګوندونو سره په خبرو اترو بوخت دی څو یو ائتلاف جوړ کړي.
 
https://avapress.com/vdcfecdycw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته