د پکتیا ولایت د پولیسو قوماندان راز محمد مندوزي وایي پیښه تېره ورځ د ماښام په وخت رامنځته شوې ده.
چارواکي وایي اوس مهال په سیمه کې د یرغمل شوو مسافرینو د ژغورنې په هدف د افغان ګډو ځواکونو عملیاتو جریان لري.
ښاغلي مندوزي زیاتوي چې یرغمل شوي مسافرین ټول ملکي وګړي دي نه دولتي کارکوونکي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پکتیا د افغانستان په جنوب ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د پکتیا ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه هم دوام لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)