کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې طالب وسله والو یوه ښځه او د هغې لور په ډزو وژلي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 اسد 1397 ساعت 17:05

په شمال فاریاب ولایت کې سیمه ییز چارواکي پر وسله والو طالبانو تور لګوي چې یوه ښځه او د هغې لور یې په ډزو وژلي دي.



د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانی چارواکي وایي پیښه نن سهار د کوهستان ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
چارواکي زیاتوي، چې وسله والو دغه مېرمن او د هغې لور په دې خاطر وژلي چې میړه یې له ولسي پاڅونوالو سره اړیکې لري.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فاریاب د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د فاریاب  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ناامنیو ترڅنګ د ښځو سره د تاوتریخوالي په پیښو هم زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان په شمال لویدیځ د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکو تېره ورځ وویل، چې یوه سړي خپله ناوې وژلې ده.
د باغدیس ولایت د امنیې قوماندانی ویاند نقیب الله امیني وایي وژل شوې نجلی ۷ کاله عمر درلود.
نوموړی زیاته کړه، چې  دغه پېښه د یکشبنې په مازدیګر د قادس ولسوالی اړوند په جوز آقا سیمه کې رامنځته شوې ده


د مطلب کود: 168108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168108/په-فاریاب-کې-طالب-وسله-والو-یوه-ښځه-او-د-هغې-لور-ډزو-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com