دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۹
د مطلب کود : 168111
پاکستان ته د نړیوال وجهی صندوق لخوا پور ورکولو په اړه امریکا خبرداري
د امریکا د بهرنو چارو وزیرمایک پمپمو د دوشنبې په ورځ د نړیوال وجهی صندوق لخوا د پاکستان نوې حکومت ته د احتمالې پور ورکولو په اړه خبردارې ورکړې.

هغه ویلي چې باید دغه اداره د پاکستان نوي حکومت ته د اقتصاد ژغورنې دپاره پور ورنکړې چې د چین پور ورکونکو ته ېې ادا کړي.
ښاغلي پمپیو د سې بی ایس ټیلویژن سره په یوې مرکه کې وویل چې د امریکا حکومت دی ته سترگې په لار ده چې د پاکستان د نوې حکومت احتمالې صدراعظم عمران خان سره کار وکړي خو وې ویل دا هیڅ منطقی خبره نه ده چې چین کومې پیسې پاکستان ته په پور ورکړې هغه دی ورته اي ایم ایف ورکړې.
پمپمو وویل "غلطی و نکړئ، موږ به دی ته گورو چې نړیوال وجهي صندوق څه کوې"
د فنانیشل ټایمزورځپانې د یک شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د پاکستان د مالي چارو لوړپوړې چارواکي عمران خان ته داسي وړاندیزونه تیارکړي دي چې د نړیوال وجهي صندوق نه ١٢ ملیارده ډالر پور واخلي، چې د پاکستان د پیسو ارزښت د لویدو د بحران مخه ونیسي.
 
https://avapress.com/vdcdfj0ffyt09f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته