کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د یو میلیارد افغانیو په ارزښت څلور قراردادونه منظور شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 اسد 1397 ساعت 8:12

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو وروستي غوڼدې په ترڅ کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو لپاره تړونونه منظور شوي.


د ارګ ماڼی په وینا، په منظور شویو قراردونو کې د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې اړوند د فضايي کنټرول په موخه د VSAT سټلایټونو د حفظ او مراقبت پروژې او د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت اړوند دولت په دولت د  ۱۶STM  په ظرفیت قرارداد چې د اقینې له ساحو څخه تورغونډۍ پورې د ترکمنستان له خاورې تېریږي د نوري فایبر قرارداد شامل دي.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې د  درې کلونو لپاره د (.af) ورستاړي سره د دولتي او شخصي ډومینونو د راجستریشن او ثبت پروژې او د تبرکلوز د ملي پروګرام اړوند د تبرکلوز د تشخیصیه بستو او د لومړۍ کرښې درملنې د ۵۰سلنې درملو د تدارک پروژې قراردادونه هم د غونډې په ترڅ کې منظور شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه ناسته کې د کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد کمیسیونونو، د سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا بین المللي او ملي ناظرینو او استازو هم ګډون درلود.


د مطلب کود: 168129

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168129/ارګ-د-یو-میلیارد-افغانیو-په-ارزښت-څلور-قراردادونه-منظور-شول

آوا
  https://www.avapress.com