دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۹
د مطلب کود : 168133
جوزجان کې د داعش ډلمشر حبیب الرحمن او ۱۵۲ امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول
په جوزجان ولایت کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعشیانو ډلمشر حبیب الرحمن او د هغه تر مشری لاندې ۱۵۲ وسله وال امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، مولي حبیب الرحمن تېره شپه له خپلو جنګیالیو سره امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تسليم شویو وسله والو خپلې وسلې او تجهیزات هم امنیتي ځواکونو ته سپارلي.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د جوزجان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت په ځینو نا امنو برخو کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې هم روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchx6nzx23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته