دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 168143
د ځمکو له غاصبینو سره د جدي چلند په اړه د ولسمشر غني امر
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کابل ولایت له ولسوالانو سره په کتنه کې په ولسوالیو کې د امنیتي ستونزو، لاسته راوړنو، اصلاحاتو، اوربند او سولې په اړه خبرې وکړې.
ارګ ماڼي په یوه بیان کې ویلي چې غونډې په ترڅ کې د کابل ۱۴ ولسوالیو ولسوالانو په خپلو ولسوالیو کې د امنیتي وضعیت د ښه والي، د ناقانونه وسله‎والو د شتون، په ځینو ولسوالیو کې د ملي پولیسود شمېر د زیاتوالو، د بېکارۍ، په یو شمېر ولسوالیو کې د ښوونځیو د ودانیو او د کافي انکشافي پروژو، د روغتیایي اسانتیاوو او پخو سړکونو د نشتوالي او د ځینې زورواکانو له لورې د ځمکو د غصب په اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د یادو ویناوالو د ستونزو او وړاندېزونو له اورېدو وروسته کابل والي او ولسوالانو ته په خطاب کې وویل، یواځینۍ ستونزه د ولسوالیو ترمنځ د ادارو عدم هماهنګي ده او باید په دې برخه کې واضح تفکیک رامنځته شي.
خبرپاڼه زیاتوی، چې ولسمشر غني دغه راز په ولسوالیو کې د غیرمسلکي پولیسو شته والي ته په اشارې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس او کابل والي ته لارښوونه وکړه چې د ولسوالیو  اړوندو ادارو کې دې د لا زیاتې همغږۍ په خاطر هراړخیزه طرحه چمتو کړي.
ولسمشر غني د کابل ولسوالانو ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې دې ولسي شوراګانې فعالې او په پښو ودروي او دغه راز دې د بېکارۍ د لمنځه وړلو او اوبو د مهارولو په برخه کې د سیمې له خلکو سره په مشورې واضح طرحې جوړې او د جمهوري ریاست مقام سره شریکې کړي.
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني په یادو ولسوالیو کې د امنیتي وضعیت د لازیات ښه والي په خاطر د اړوندو امنیتي ارګانونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په ګډه دې امنیتي طرحه جوړه کړي، دغه راز یې  امنیتي ادارو ته په ټینګار وویل چې له غاصبینو سره دې جدي چلند وکړي.
د غونډې په پای کې جمهوررئیس غني د کابل والي ته لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې دې د ښوونځو فهرست ترتیب کړي ترڅو په راتلونکو دوو کلونو کې د جوړېدونکو ۶۰۰۰ ښوونځیو په لیست کې شامل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5vazpt1aqz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته