دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 168145
پکتیکا کې د ۲۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوې
د پکتیکا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د دوهمې برخې ۱۱ کیلومټره عمومي سړک د اساسي جوړولو چارې نن سې شنبې رسماً پیل شوې چې ټول ټال ۲۵۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، د ولایتي شورا استازو، د نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو، قومي مخورو او ځوانانو برخه اخېستې وه.
د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وویل:
"د پکتیکا د جاني خېلو ولسوالۍ عمومي سړک د لومړۍ برخې لس کیلو مټره کار له وړاندې پیل شوی وو او په خبره یې نن یې د دوهمې یوولس کیلومټره برخې کار هم رسما پیل شو."
د ده په خبره، له زرغون ښار څخه تر وازیخوا ولسوالۍ پورې د سړک جوړېدو سره به یې د سیمه والو ګڼې ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې د دغه سړک په اوږدو کې ۲۷ کوچني پلچکونه او اتیا مټره اوږد پل هم راځي چې چارې به یې د ۱۷ میاشتو په موده کې په اساسي ډول پای ته ورسېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayan6m49ni61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته