د سعودي سفیر، نواف بن سعید المالکي په دغه لیدنه کې د افغانستان سولې په ټینګښت ټینګار کړی دی.
بن سعید المالکي په دغه لیدنه کې د افغان سولې څخه د هیواد په ملاتړ ټینګار کړی او په افغانستان کې سولې او ټیکاو یې د سیمې لپاره ډیر د اهمیت وړ بللی دی.
سعودي عربستان یوه میاست وړاندې د نړۍ د دیني عالمانو کوربه وو چې په دغه ناسته کې د افغانستان دیني عالمانو په ګډون د نړۍ د اسلامي هیوادونو دیني عالمانو هم ګډون کړی و.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)