دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 168164
جلال آباد ښار امنیت نورو ځواکونو ترڅنګ ملی اردو ځواکونو ته وسپارل شو
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، سر له نن ورځې «چهارشنبه» د جلال‌اباد ښار امنیت د نورو ځواکونو تر څنګ د ملي اردو ځواکونو ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي حیات‌الله حیات پرون ناوخته په یوې اعلامیه کې د کډوالو د چارو پر ریاست وروستي برید ته په اشارې، وویل:
​"د ننګرهار د والي او د دې ولایت د اوسېدونکي په توګه ورته نور د دې ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې روان امنیتي وضعیت د قناعت او منلو وړ نه‌دی."

نوموړي زیاته کړې چې د قول اردو د قوماندانۍ په همکارۍ یې د جلال‌اباد ښار لپاره بېړني او ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
په عین حال کې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست جنرال محمد رادمنش په دی اړه وویل، داعش او نور وسله‌وال غواړي پر ولسي اهدافو د بریدونو په کولو سره پر حکومت د ننګرهار د خلکو بې‌باوري رامنځته کړي.

ښاغلي رادمنش وویل، جلال‌اباد ښار کې به امنیتي او دفاعي ځواکونه، نویو ګواښونو ته په پام خپل تدابیر او په ښار کې دننه عملیات پراخ کړي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار مرکز جلال‌اباد په وروستیو میاشتو کې پرله‌پسې د خونړیو بریدونو او چاودنو شاهد دی چې په لسګونه کسان په‌کې مړه او ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb0wb8arhb08p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته