دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 168180
د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو پوهنتونو ته د کانکور پایلې اعلان کړې.
د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري وویل په دغه آزموینه کې له ۱۵۸ زرو ډېرو زده کوونکو ګډون کړی و چې له دې ډلې څخه ۷۷،۸ فیصده کسان بریالي شوي.
د راپورونو له مخې، د خصوصي عالی تحصیلاتو موسسو ته د شامېلېدو په شرایطو برابر کسانو شمېر ۶۶۸۰۳  کسان دي.
تهمینه د عبدالصبور لور د کابل ولایت د افغان ترک له ښوونځي څخه د لوړو نومرو ۳۵۳ په اخیستو سره د کانکور اول نومره بلل شوی.
په همدې حال کې محمد عماد الدین د عبدالقادر زوی له هرات ولایت څخه د ۳۴۸،۶۹ نومرو په اخیستو سره دوهم او مختار د خادم زوی له بامیان ولایت څخه د ۲۴۸،۲ نومرو په اخیستو سره د کانکور درېیم نمره بلل شوی.
همداشان محمد هادي د دوست محمد زوی د کانکور څلورم او صفدر د محمد نعیم زوی د کانکور پنځ نمره بلل شوی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjooevyuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته