په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالی په مربوطاتو د هوایي بریدونو په ترڅ کې د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې یو تن قوماندان په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېره ورځ د ایتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکو د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالی پچغان درې په اړونده سیمه کې په وسلوالو طالبانو باندې چې په سراچه ډوله موټر کې سپاره او دحرکت په حال کې وو هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې قوماندان او د هغه ۵ تنه ساتوونکي وژل شوي او د نوموړی موټر یې سوځیدلی دی .
د سیلاب قول اردو په وینا، د هوایي بریدونو په جریان کې ملکي خلکو ته هیڅ ډول زیان نه دې اوښتې.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کاپیسا د افغانستان په شمال ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کاپیسا په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)