د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د فراه د عامې روغتیا رييس عبدالجبار شایق، نن ورځ په دی اړه رسنیو ټه وویل، یاد
بس له هرات څخه کابل ته روان وِ چې ددغه ولایت د بالابلوک په ناامنه ولسوالي کې د سړک د غاړې په بم وربرابر شو.
دوی وایی، ددغه پيښی ۱۱ مسافر وژل شوی دی.
هغوی زیاته کړه، چې په یاد پېښه کې ۳۱ نور ټنه نور ژوبل شوي دي.
ده هغوی په خبره، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
خو تر اوسه پوري کوم ډلي د یاد پيښي مسولیت په غاره نه دی اخیستی.