دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 168219
ډنمارک کې پر حجاب بندیز پلی شو
د ډنمارک پارلمان په می مياشت کې پرېکړه کړې وه چې د اګسټ له لومړۍ نېټې وروسته به ددې هیوادپه عامه ځایونو کې اسلامي حجاب نه اغوستل کیږي.


د دې پرېکړې پلې کېدل پرون چهار شنبه پيل شول چې په دې ډول ډنمارک له فرانسې او هغو اروپايي هیوادونو سره یو ځای شو چې حجاب او برقه پکې منعه دي.

د دې پرېکړې په اړه د ډنمارک وګړي وېشلي دي، نن د دې پرېکړې پر ضد مسلمانانو چې یوشمېر ډنمارکیان هم ورسره وو لاریون ترسره کړی دی.

د دې هیواد د عدليې وزیر پاپ پاولسن ویلي، پولیسو ته يې امر کړی چې حجاب اغوستونکې جریمه کړي او عامه ځایونو ته له تګه يې وګرځوي.

د دې قانون له مخې که کومه مېرمن حجاب واغوندي ۱۶۰ ډالره جریمه کیږي او که دا عمل څلور ځله تکرار کړي ۱۶۰۰ ډالر غرامت ترې اخيستل کیږي.

د حجاب د بندیز قانون ډنمارک ميشتې مسلمانان سخت اندېښمن کړي او دا يې له مذهبي ازادۍ سره په ټکر کې بللی دی.
https://avapress.com/vdccs4qso2bqei8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته