کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا ترکیې پر دوو وزیرانو باندی بندیزونه لګولي

11 اسد 1397 ساعت 10:18

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د چهارشنبه په ورځ په ترکیه کې د یوه امریکايي پادري د زنداني کولو په قضیه کې د دې هېواد پر دوو وزیرانو بندیزونه اعلان کړل.



متحده ایالاتو پرون چهارشنبه د ترکيې د کورنیو چارو او عدليې پر وزیرانو بندیزونه ولګول.
دا بندیزونه د ترکيې له خوا د یوه امریکايي پادري د زنداني کولو په عکس العمل کې لګول شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز خبریالانو ته وویل، د ترکيې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو او د عدليې وزیر عبد الحمید ګل د پادري اندریو برانسن په زنداني کولو کې مخکښ رول لوبولی دی.
ساراسندرز وویل، ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اندیرو برانسن د قضيې په اړه له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره خبرې کړي دي.
په همدې حال کې د امریکا د خزانې وزیر ویلي دي چې د ترکيې له خوا د برانسن توقیف او دوامداره محاکمه د منلو وړ نه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ترکيې غوښتي دي چې اندریو برانسن سمدستي خوشې کړي.
ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ په خپل یوه ټویټ کې خبرداری ورکړ چې که ترکیه اندریو برانسن ازاد نه کړي، نو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا د ولسمشر ټرمپ د دې خبرداري په عکس العمل کې ویلي دي چې ګواښونه ترکیه له خپلو پریکړو نه شي پر شا کولی.
د ترکيې یوې محکمې د تېرې سې شنبې په ورځ په کور کې له نظر بندۍ څخه د خلاصون لپاره د اندریو برانسن د استناف غوښتنه رد کړه.
 


د مطلب کود: 168221

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168221/امریکا-ترکیې-پر-دوو-وزیرانو-باندی-بندیزونه-لګولي

آوا
  https://www.avapress.com