دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 168247
د امریکايي چارواکو او طالبانو لیدنه له کابل سره په تفاهم کې شوې
په داسې حال کې چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ومنله چې له امریکايي چارواکو سره یې درې ځلې لیدلي دي، خو حکومت وايي چې د امریکايي چارواکو دا لیدنې له افغان حکومت سره په تفاهم کې شوې دي.
خو د سولې عالي شورا وايي، دا هر څه له افغان حکومت سره په سلا مخته وران دي.
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد اکرم خپلواک وايي:«تراوسه د هېچا او په هېڅ ځای کې په رسمي توګه خبرې اترې پیل شوي نه دي، بلکې د مستقیم مذاکراتو لپاره د زمینې برابرول دي او ډاډ لرو چې مستقیم مذاکرات پیلېږي.»
طالبانو له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې منلې چې په څو وروستیو میاشتو کې د قطر په سیاسي دفتر کې یې له امریکايي چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو یو شمېر سرچینو ویلي، ټاکل شوې چې امریکايي چارواکو د دې ډلې څلورمه ناسته یو څه جدي او پر اساسي مسایلو متمرکزه وي، خو طالبانو او امریکایانو په تېرو درېیو ناستو کې څه سره ویلي؟
د سیاسي چارو شنوونکی نظر محمد مطمئن په دې اړه وايي:«دا لومړنی خبرې وې او ټاکل شوې ده چې د دغو خبرو اترو په نورو پړاونو کې د هغوی ترمنځ پر بنسټيزو موضوعګانو خبرې اترې وشي.»
د سولې عالي شورا وايي، افغانستان سولې ته بېخي نېږدې شوی او په دې لاره کې هر ډول هڅې ستايي.
د سولې عالي شورا مرستیاله حبیه سرابي څرګندوي:«هر کس او هر بنسټ چې د سولې په درشل کې ګام کېږدي واقعاً د قدر وړ دی او موږ د سولې په لور یو ګام نېږدې کوي.»
تر دې وړاندې وال سټریټ ژورنال هم  قطر کې له طالبانو سره سوېلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې د لیدو خبر ورکړی وه، خو دا چې د امریکايي او طالب چارواکو ترمنځ څه سره ویل شوي دي؟ تر اوسه یې په اړه مالومات نشته.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoj0f5yt09x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته