دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۹
د مطلب کود : 168251
جوزجان والي: که پر تسلیم شویو داعشیانو د ظلم ادعا موجوده وي محاکمه به شي
د تسلیم شویو داعش جنګیالو د محاکمې د غوښتنو تر پراخېدو وروسته د جوزجان والي وايي، که پر کوم جنګیالي د ظلم او زور مشخصه ادعا موجودې وي محاکمه به شي.
لطف الله عزیزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې تورن کسان به د اساسي قانون په چوکاټ کې محاکمه شي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ اساسي قانون لرو، هر هغه چا چې جرم یې کړی وي که داعش وي که طالب وي او مشخصه ادعا ورباندې وشي او څوک ورباندې عارض وي، د قوانینو په چوکاټ کې به ورسره حساب کتاب کېږي."
د جوزجان سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي چې په تېرو دوو ورځو کې په درزاب ولسوالۍ کې شااوخوا ۲۵۰ داعش جنګیالي حکومت ته تسلیم شوي چې طالبان او د افغانستان دفاع وزارت دواړه ادعا لري چې د دوی فشارونو په ترڅ کې دغو کسانو تسلیمۍ ته غاړه ايښې ده.
د دغه ولایت امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ازادي راډیو ته ویلي چې تسلیم شوي داعشیان به د بشري ضد جنایاتو د ترسره کولو په تور د محاکمې لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.
د درزاب ولسوالۍ د سردرې د کلي اوسېدونکې خالدې ازادي راډیو ته ویلي چې داعش جنګیالو تر خپل واک لاندې سیمو کې ځوانې او مېړوښې ښځې په زور بېولي او ځانونو ته یې نکاح کړي دي.
نوموړې زیاته کړه:
"نجونې یې کش کولې، له ځان سره یې بېولې، داعشیان بل رقم ظلم کوي، ښځې له ځان سره وړي، خپله ښځې او لوڼې هم لري، خو بیا هم مجردې نجونې وړلې او ځان ته یې نکاح کوي، دوی زورور و موږ ورسره څه کولای شوای؟"
د درې ماشومانو مور ظریفې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې داعش جنګیالو ورسره زور زیاتی کړ دی.
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، تراوسه یادې ادارې ته د امنیتي بنسټونو له لوري د داعش جنګیالو دوسیې نه دي سپارل شوي.
د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي ازادي راډيو ته وویل، کله چې دوسیې ورته ورسپارل شي، دوی به یې له قانون سره سمې وڅېړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون نظر هم واخلو خو د دغه کمېسیون چارواکو له ژمنې سره سره په دې اړه خبرې ونه کړې، خو د افغانستان د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته وویل هغه داعش جنګیالي چې د بشري حقونو په سرغړونه تورن دي باید محاکمه شي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو یوشمېر کاپوهان بیا وايي، د داعش ډلې دغه جنګیالي په خپله خوښه نه بلکې د یو فشار له امله تسلیم شوي او کېدای شي هره شېبه ګواښ پېښ کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې باري عارض ازادي راډیو ته وویل تسلیم شوي کسان د باور وړ نه دي، حکومت باید دغه ډله د دې لپاره تر جدي مراقبت لاندې ونیسي چې خپل افراطي اعمال د تسلیمۍ پرمهال په ښارونو کې ترسره نه کړي.
د جوزجان امنیه قوماندان وايي چې دوی یې تر سختو تدابیر لاندې نیولي او هره شېبه څارل کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwvazzt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته