دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 168271
روسیه دفاع وزارت: سویدا، درعا او قنیطره د تروریستانو څخه پاک شوي دی
د روسیه دفاع وزارت اعلان کړ چی د سوریه په جنوب لویدیځه سیمو کې نږدی ۱۶۰ داعش ځواکونه تسلیم کړی او سویدا او درعا او قنیطره په پوره توګه د تروریستانو څخه پاک شوی دی.

سرګئی رودسکوی د روسیه ځواکونو عملیات اداره رییس د روسیا الیوم خبری شبکه سره په خبرو کې اعلان کړ چی سوریه ځواک د خپل همپیمانو په مرسته د سویدا او درعا او قنیطره د تروریستانو څخه آزاد کړی دی.
هغه وویل: داعش تروریستانو شیمر د سوریه په التنف کې چی د آمریکا تر کنترول لاندی دی د ډیریدو په حال کې دی.
هغه زیاته کړه: نږدی ۴۲۰۰ مسلح ځواکونه د جنوب لویدیځ څخه د سوریه شمال ادلب ته لیږل شوی دی.
د العالم په ګزارش سره، رودسکوی په دی خبرو کې وویل چی غرب بشردوستانه مرستې سوری غیری نظامیانو پرځای و تروریستانو ته رسیږی.
 
 
https://avapress.com/vdca0an6649niu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته