دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 168277
ولسمشر غنی: کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو د رئیسانو په برنامو کې باید د کابل ښار  عمومي تصویر وړاندی شی
ولسمشر محمد اشرف غني وایي کابل ښاروالي باید د کابل پانګه، تاریخي ځایونه، شنې ساحې او زېربنا سمې تشخیص کړي او د ظرفیتونو او محدودیتونو یو واضح تصویر دې ولري.

د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر محمد اشرف غني د کابل له سرپرست ښاروال او د ناحیو له رئیسانو سره د کتنې پر مهال ویلي چې د ناحیو د رئیسانو په برنامو کې باید د کابل ښار  عمومي تصویر وړاندې او دغه راز  د ټولو ناحیو د رئیسانو ترمنځ همغږي لا زیاته شي.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې کابل ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو د برابرولو او د پلازمېنې په توګه د کابل لرغوني ښار د هویت د احیا په موخه ولسمشر غني پرون ماښام د کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو له رئیسانو سره په  ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
ولسمشر غني  په کابل کې د اوبو پر سم مدیریت او د اوبو د ضایع کېدو پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ وویل، کابل ښاروالي باید په خپلو برنامو کې د خلکو ونډې او همکارۍ ته پاملرنه وکړي.
هغه څرګنده کړه، چې د ښاروالیو په نوي قانون کې به د ناحیو رئیسانو ته زیات واکونه ورکول شي. هغه د ښاروالیو او پولیسو ترمنځ د همکاریو پر لا زیاتوالي ټینګار وکړ.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني دکابل سرپرست ښاروال او د ناحیو رئیسانو ته په خطاب کې وویل ”ښاروالان او د ناحیو رئیسان باید خلکو ته ځواب ویونکي وي او د خپلو اصلاحي برنامو د عملي کولو له لارې د خلکو بشپړ رضایت ترلاسه کړي. “
 
https://avapress.com/vdcgu79quak93x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته