کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی: کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو د رئیسانو په برنامو کې باید د کابل ښار عمومي تصویر وړاندی شی

12 اسد 1397 ساعت 15:38

ولسمشر محمد اشرف غني وایي کابل ښاروالي باید د کابل پانګه، تاریخي ځایونه، شنې ساحې او زېربنا سمې تشخیص کړي او د ظرفیتونو او محدودیتونو یو واضح تصویر دې ولري.



د جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر محمد اشرف غني د کابل له سرپرست ښاروال او د ناحیو له رئیسانو سره د کتنې پر مهال ویلي چې د ناحیو د رئیسانو په برنامو کې باید د کابل ښار  عمومي تصویر وړاندې او دغه راز  د ټولو ناحیو د رئیسانو ترمنځ همغږي لا زیاته شي.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې کابل ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو د برابرولو او د پلازمېنې په توګه د کابل لرغوني ښار د هویت د احیا په موخه ولسمشر غني پرون ماښام د کابل سرپرست ښاروال او د ناحیو له رئیسانو سره په  ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.
ولسمشر غني  په کابل کې د اوبو پر سم مدیریت او د اوبو د ضایع کېدو پر مخنیوي د ټینګار تر څنګ وویل، کابل ښاروالي باید په خپلو برنامو کې د خلکو ونډې او همکارۍ ته پاملرنه وکړي.
هغه څرګنده کړه، چې د ښاروالیو په نوي قانون کې به د ناحیو رئیسانو ته زیات واکونه ورکول شي. هغه د ښاروالیو او پولیسو ترمنځ د همکاریو پر لا زیاتوالي ټینګار وکړ.
د ارګ ماڼی له مخې، ولسمشر غني دکابل سرپرست ښاروال او د ناحیو رئیسانو ته په خطاب کې وویل ”ښاروالان او د ناحیو رئیسان باید خلکو ته ځواب ویونکي وي او د خپلو اصلاحي برنامو د عملي کولو له لارې د خلکو بشپړ رضایت ترلاسه کړي. “
 


د مطلب کود: 168277

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168277/ولسمشر-غنی-کابل-سرپرست-ښاروال-او-د-ناحیو-رئیسانو-په-برنامو-کې-باید-ښار-عمومي-تصویر-وړاندی-شی

آوا
  https://www.avapress.com