په ختېځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د ناړې ولسوالی اړوند په دوکلام سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ پاکستاني وسله وال وژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ پاکستاني وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د سیلاب قول اردو په وینا، د وسله والو په وړاندې د ملي اردو، ملي پولیسو، او د ملي امنیت منسوبینو ګډ پوځي عملیات له تیرې ورځې راهیسې دوام لري.
سیلاب قول اردو وایي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې امنیتي او دفاعي ځواکونو د توپچي او هوایي ځواکونو ملاتړ هم لري.
کونړ د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د کونړ په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.