د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې تېره شپه افغان کوماندو ځواکونو د هلمند ولايت د کجکي ولسوالۍ ده بابا کاريز سيمه کې ۶۱ تنه ملکي کسان ديو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د طالبانو له زندان څخه آزاد کړي دي. چې ټول زندانیان ۲۱۵ میوند قول اردو ته انتقال شوي دي.
د ولایت مقام په وینا، په يادو زندانیانو کې عمر خوړلي سپين ږري او ماشومان هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې د ازاد شویو زندانیانو په حواله راغلي، چې وسله والو طالبانو ورسره سخت ظلم کاوه او هم يې ډول ډول شکنجې ورکولې.
د ولایت مقم په وینا، پدې عملیاتو دغه راز ۷ تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي او د ياد زندان دوه ساتونکي د مقامت پر مهال وژل شوي دي.
دا لومړی ځل نهدی چې افغان ځواکونه په هلمند کې د وسلهوالو طالبانو په زندانونو حملې کوي.
بلکې لهدې مخکې هم افغان ځواکونو شاوخوا درې اوونی مخکې د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې په ورته عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۵۸ کسان ازاد کړي وو.