دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 168281
پکتیا مرکز ګردیز ښار کې په یوه جومات کې چاودنه شوي
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې په یوه جومات کې دننه چاودنه شوې ده.


سیمه ییز چارواکي د لومړنیو معلوماتو پر اساس وایي چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د پکتیا امنیه قوماندان جنرال راز محمد مندوزي وایي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپیان دي.
خو د پکتیا د ولایتي شورا یوه غړی وایي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان دي.
د برید مسئولیت تر اوسه کوم چا یا ډله په غاړه نه دی اخیستی.
خبر د بشپړیدو په حال کې دی.
 
https://avapress.com/vdcbwwb88rhb05p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته