کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هیواد پوهنتونونو کې د انجوڼو لپاره بیل صنفونه رامنځته کیږی

13 اسد 1397 ساعت 8:55

د عالی زده کړو وزارت، تصمیم نیولی دی چی په ۱۳۹۷ هجری شمسی کال کې د ۶ زرو ښځینه زده کوونکو لپاره د هیواد په پوهنتونونوړ کې بیل او اختصاصی صنفونه رامنځته کړی.



ضیا ساحل، ددی وزارت ویاند وایی چی دا صنفونه یواځی به د انجونو لپاره وی او نارینه زده کوونکې پکې د ګډون حق ونه لری.
دهغه په وینا، دا تصمیم د هیواد په پوهنتونونو کې د ښځینه زده کوونکو کم حضور له امله اخیستل کیږی. البته بایل وویل چی بیلابیل صنفونه هم شتون لری.
د عالی زده کړو وزارت وایی چی ښځینه خاص صنفونه د ټولنیز، ساینس، انجینری، حقوق او خبرنګاری علومو په پوهنځیو کې به رامنځته شی.
د عالی زده کړو وزارت آمارو په اساس، همدا اوس ۲۴ سلنه زده کوونکې په دولتی پوهنتونونو کې ښځینه زده کوونکې تشکیلوی او د ۶۷ زرو څخه ډیر ښځینه زده کوونکې سږکال دولت پوهنتونونو ته بریالی کیدو پاره ګډون کړی وو.
 


د مطلب کود: 168289

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168289/هیواد-پوهنتونونو-کې-د-انجوڼو-لپاره-بیل-صنفونه-رامنځته-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com