دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۳
د مطلب کود : 168317
په ننګرهار کې د القاعدی تروریستی ډلې یو مهم غړۍ نیول شوی دی
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د القاده ترهګرې شبکې یو غړی او څلور ملګري د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رحمت الله په نوم د القاعدې غړی د جلال اباد ښار د لومړی امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې رحمت الله له خپل ۴ ملګرو سره یو ځای د ملي امنیت ریاست موظفینو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcb8wb8zrhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته