دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 168318
ارزګان کې ملی اردو یو قرارګاه او دری پوستی سقوط شوي
په ارزګان کې چارواکې وایی چی د ارزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې پوستې سقوط شوي دي.

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې وې چې سلګونه وسله والو طالبانو د چنارتو ولسوالۍ پر یوشمېر سیمو کي پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه کړي دي.
د یادې ولسوالۍ ولسوال فیض محمد په دی اړه وویل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته نېږدې په سپین قیچه سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه او پوستو بریدونه پیل کړي چې پرمهال يې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې پوستې سقوط شوي او ګڼ شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره یې چې دقیق شمېر يې لا تراوسه ځکه نه دی معلوم چې نیول شوې سیمې لا اوس هم له طالبانو سره دي.
ولسوال وايي، طالبانو له قرارګاه او پوستو څخه ټولې وسلې او تجهیزات وړي او یوشمېر سرتېري يې هم له ځانه سره بیولي دي.
هغه وویل:
"تېره شپه سلګونه وسله والو طالبانو زموږ پر یو شمېر امنیتي پوستو او د ملي اردو پر یوه قرارګاه باندې ډله ییز بریدونه وکړل چې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې امنیتي پوستې سقوط کړي او زیات شمېر افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله."
د یادې ولسوالۍ امنيه قوماندان اختر محمد هم د ولسوال خبرې تأییدوي او زیاتوي چې د یادو بریدونو پرمهال ۱۱ وسله وال طالبان هم وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
نوموړي له مرکزي او ولایتي ادارې څخه غوښتنه کوي چي اضافي سرتېري او مهمات دې ور واستوي.
له دې سره د ملي پولیسو یوه سیمه ييز قوماندان د جګړې له لومړۍ کرښې د نوم نه ښودلو په شرط خبر ورکړي چې په پوستو او قرارګاه کي دملي اردو تر سلو زیات سرتېري مېشت وو چې اوس یوازې تر ۲۰ پورې يې ژوندي پاتې شوي دي.
په ورته وخت کې د دغه ولایت امنیه قوماندان ډګروال محمد معروف احمدزي د ولسوال او امنیه قوماندان خبرې ردوي او وايي چې په یاده ولسوالۍ کې هېڅ یوې امینتي پوستې او قرارګاه سقوط نه دی کړی او يوازې د ملي اردو یوې قرارګاه تکتیکي شاتګ کړی دی.
نوموړي هلته د تېري شپې جګړه مني او وايي چې د یادې جګړې پرمهال یوازې ۴ سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم ازادي راډيو ته په یوه استولي برښنالیک کې ویلي چې تېره شپه په چنارتو ولسوالۍ کي یې یوه قرارګاه او څلور امینتي پوستې سقوط کړي او زیات شمېر افغان سرتېرو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

باید وویل شي چې په دې ورستیو کې یو ځل بیا د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو حملو زور اخیستی او خلک د وضعیت په اړه اندېښمن دي.
 
https://avapress.com/vdccs4qs42bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته