کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جلال اباد ښار کې د القاعدې شبکې یو مهم غړی له ۴ ملګرو سره نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 اسد 1397 ساعت 14:03

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د القاده ترهګرې شبکې یو غړی او څلور ملګري د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.


د ولایت مقام له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د رحمت الله په نوم د القاعدې غړی د جلال اباد ښار د لومړی امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه نیول شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې رحمت الله له خپل ۴ ملګرو سره یو ځای د ملي امنیت ریاست موظفینو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
خو د دولت ضد وسله والو د ځپلو په موخه د ننګرهار ولایت په یو شمېر لرو پرتو او ناامنو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو ترڅنګ هوایي بریدونه  هم دوام لري.


د مطلب کود: 168328

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168328/جلال-اباد-ښار-کې-د-القاعدې-شبکې-یو-مهم-غړی-له-۴-ملګرو-سره-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com