دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 168330
طالبانو ارزګان کې د ملي اردو یوه قرارګاه نیولې
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه (زمري ۱۲ مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چنارتو په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه قراګاه ډله ییز برید کړی، چې د برید وروسته د اردو د لسګونو سرتیرو سره د قرارګاه د قومندانۍ اړیکې پرې شوي دي.
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، تیره شپه (زمري ۱۲ مه) وسله والو طالبانو د دغه ولایت د چنارتو په ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه قراګاه ډله ییز برید کړی، چې د برید وروسته د اردو د لسګونو سرتیرو سره د قرارګاه د قومندانۍ اړیکې پرې شوي دي.
د چنارتو ولسوالۍ امنیه قومندان اخترمحمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې وسله والو طالبانو تیره شپه شاوخوا یوولس بجې په دغه ولسوالۍ کې د افغان پوځ په یوه قرارګاه ډله ییز بریدونه وکړل، چې له امله یې افغان پوځ سرتیري د قرارګاه څخه په شا شوي او دا قرارګاه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې ده.
ښاغلي اخترمحمد وویل، چې دا جګړه تر سهار پورې روانه وه او اوس جګړه د ولسوالۍ د مرکز په لورې روانه ده.
ښاغلي اختر محمد وویل " د ملي اردو په قرارګاه کې شاوخوا سل سرتیري په دنده بوخت وو، چې د برید وروسته د لسګونو سرتیرو سره د قرارګاه د قومندانۍ اړیکې پرې شوي دي".
ځینو سیمه ییزو چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د دغې قرارګاه یو شمیر سرتیري وسله والو طالبانو سره یوځای شوي او یو شمیر نور ذ جګړې له ځایه نرو سیمو ته په شا شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن یحیی علوي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په چنارتو ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه د وسله والو طالبانو برید تائید کړ، خو افغان سرتیرو ته د پیښ شوي سر د زیان په اړه یې وویل، چې په دې هکله به له رسنیو سره وروسته معلومات شریک شي.
د جنارتو ولسوال فیض محمد هم امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په دغه ولسوالۍ کې جګړې سختې وښودې او ندیښنه یې وښوده که چیرې سیمې ته کمکي ځواکونه ورنه شي کیدای شي د ولسوالۍ مرکز هم د ګواښ سره مخ شي.
ده زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ لپاره جوړ شوي ځيني نوي تاسیسات هم چې لا ګټې اخیستنې ته نه وو سپارل شوي په بمونو له منځه وړي دي.
د اروزګان امنیه قومندان سمونوال محمد معروف احمدزی وايې چې په نښته کې ۱۱ وسله وال برید کوونکي طالبان وژل شوي.
دی زیاته وي چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې سیمه د وسله والو له شتون څخه تصفیه کړي خو پدې اړه يې ډیر جزیات ور نکړه.
وسله والو طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولي بیان کې د چنارتو په ولسوالۍ کې د ملي اردو د قرارګاه نیول تائید کړي او ویلي دي، چې په دغه قرارګاه کې د افغان پوځ زیاته اندازه وسلې، مهمات او پوځي وسایط له د دغې ډلې وسله والو ته په لاس ورغلي دي.
چنارتو د ارزګان د مرکز ترینکوټ په ختیځ کې پرته ولسوالي ده چې ډيرې پرخي يې له تیرو ۲ کالو راهیسې له دولتي حاکمیت څخه بهر دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgw79qzak93w4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته