دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 168337
بامیان کې یوه ٢٥ کلنه ښځه په تنور کې وسوزیده
د بامیان د ورس ولسوالۍ مقامات وایي یوه ٢٥ کلنه میرمن چې شپږ میاشتنۍ امیندواره هم وه تیره ورځ (اسد ١٢) په تگابغار سیمه کې په تنور کې سوزیدلې او مړه شوې ده.
ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان ناصر ورسي وایي ددې میرمن مړی د عدلي طب پلټنو لپاره استول شوی دی.
ښاغلي ورسي زیاته کړه چې "د بختاور بنت نادر په نامه یوه میرمن چې شاوخوا ٢٥ کلنه وه پرون په تنور کې سوزیدلې او په اړه یې جنایي پلټنې روانې دي".
خو ددغې میرمنې کورنۍ ادعا کوي چې هغه د میړه او د هغه د کورنۍ له لورې په اور کې اچول شوې او مړه شوې ده.
د بختاور مور گل باري وویل چې لور یې پنځه کاله مخکې د سید محمد حسین، سره د واده لپاره له کوره تښتیدلې وه او په دغه موده کې تل د میړه د کورنۍ له لورې له تاوتریخوالي سره مخامخ وه.
هغه وایي لور یې په په تنور کې اچول شوې او د هغه ماشوم سره یوځای چې امیندواره وه له منځه تللې ده.
د هڅو سره سره د امریکا غږ خبریال پدې ندی توانیدلی چې ددغې میرمنې د میړه د کورنۍ نظر واخلي.
خو د بامیان ولایت د ښځو د چارو رئیسه کریمه سالک وویل چې بختاور ځان پخپله ندی سوزولی او چا په اور کې نده اچولې، بلکه دغه میرمن د ناتوانۍ په وجه د وریجو د دیگ د راایستلو په وخت په تنور کې لویدلې ده.
میرمن سالک زیاته کړه که څه هم چې پدې وروستیو کلونو کې د ښځو د حقونو په هکله د کورنیو د پوهاوي کچه لوړه شوې خو د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي شمیر پدې ولایت کې مخ په زیاتیدو دی.
د بامیان محلي مقامات وایي چې ددې ولایت امنیتي مقامات دغه مسله جدي څیړي او که کوم شخص گرم وگڼل شي هغه عدلي او قضایي مقاماتو ته معرفي کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsj0f5yt09s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته