دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 168342
ننګرهار حج او اوقافو ریاست د ننګرهار دینی مدرسو په اړه ظاهر قدیر ادعا رد کړه
د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر هغه څرګندونې بې بنسټه بولي چې ګواکې د دغه ولایت اکثریت دینې مدرسې د داعش په تبلیغاتي مرکزونو بدلې شوې دي.

د ننګرهار د حج او اوقافو ریاست مسؤلین وايي، د ننګرهار د دیني مدرسو په اړه راپورته شوې اندېښنې واقعیت نه لري او دوی پر ټولو مدرسو خپل کنټرول لري.
د دغه ریاست سرپرست للتان همت په دی اړه وایی چې د ننګرهار د دیني مدرسي ټول درسي میتودونه دوی په جدي توګه څاري.

نوموړي زیاتوی: په ننګرهار کې ټولې مدرسې د حج او اوقافو وزارت او ریاست تر جدي نظارت او ارزیابۍ لاندې دي او داسې څه نشته چې کواګې په دغو مدرسو کې د افراطیت درسونه ویل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه په ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر ویلي چې په ننګرهار کې د شااوخوا څلور سوه دیني مدرسو اکثریت یې د داعش د جلب او جذب او تبلیغاتو په مرکزونو بدلې شوې دي.
ځینو ورځپاڼو د ښاغلي قدیر له قوله دا هم ویلي چې د حکومت د هڅو باوجود داعش یا اسلامي دولت نومې ډله په ننګرهار کې فعاله حضور لري او د دغه ولایت له تورې بوړې سیمې د ستراتیژیک مرکز په توګه کار اخلي.
په ننګرهار کې د داعش د حضور او فعالیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې امریکا د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر ۱۳ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ تر ټولو ستر نااټومي بم وغورځاوه.
د دغه بم له غورځولو وروسته داسې تمه کېده چې په ننګرهار کې به د داعش فعالیتونه کم شي، خو په دې وروستیو کې دغې ډلې په ننګرهار کې مرګوني بریدونه کړي دي.
 
https://avapress.com/vdcjxoev8uqemtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته