دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 168344
داعش څلور ښځینه غړۍ په ننګرهار کې نیول شوی ده
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې د داعش یا د اسلامي دولت نومې ډلې د خراسان څانګې څلور ښځینه غړې نیولي دي.

د جوزجان ولایت د امنیې قوماندانی د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي وایي د داعش ښځېنه غړې د درزاب ولسوالی په مربوطاتو کې نیول شوي.
شاغلي خاشي زیاته کړه، چې نیول شوي ښځې د بغلان، کندز او سمنګان ولایتونو اوسېدونکې دي.
هغه وویل، چې دغه ښځې هغه مهال نیول شوي کله چې غوښتل یې له درزاب ولسوالی څخه شیبرغان ښار ته سفر وکړي.
نوموړی دا هم وویل، چې نیول شوي ښځې په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې د داعش یا د اسلامي دلت نومې ډلې د خراسان څانګې غې وې.
د اسلامي دولت نومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې خراسان څانګې شاوخوا ۲۰۰ وسله وال په درزاب ولسوالی کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.
 
https://avapress.com/vdcbawb8arhb0fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته