دخپریدو نیټه :شنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 168345
افغان ځواکونو په هلمند کې طالبانو یو بل لوی زندان مات کړي
د هلمند په ولایت کې د افغان پوځ چارواکي وايي، تیره شپه (زمري ۱۱مه) افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت د کچکي په ولسوالۍ کې د طالبانو یو ستر زندان مات کړی دی.

په هلمند کې ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزي په دی اړه وایی، چې د خوشې شوو بندیانو زیات شمیر یې ملکي وګړي دي.
جنرال احمدزي وویل " زمونږ د ځانګړو قواوو د اوم کنډک سرتیرو په کجکي کې د وسله والو طالبانو دغه زندان، چې په اړه يې له وړاندې استخبار اتي معلومات مو لرل، عملیات وکړل، چې په پایله کې یې ټول ۶۱ تنه بندیان ازاد شوي او اوس د پوځ په مرکز کې دي، چې له لومړینو پلټنو وروسته به خپلو کورنیو ته واستول شي".
نوموړي زیاته کړه چې وسله والو طالبانو دا بندیان افغان حکومت سره مرستې او همکاری په تور له تیرو څو میاشتو راهیسې په دغه زندان کې ساتل.
د ملي پوځ مقامات وايي چې په خوشې شویو زندانیانو کې ځيني امنیتي کسان هم شامل دي چې په اړه به يې وروسته معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
جنرال احمدزی وايي، چې د تیري شپې په عملیاتو کې دولتي سرتیرو او ملکي خلکو ته هیڅ زیان ندی رسیدلی خو د زدندان څو وسله وال ساتوونکي چې ده يې شمېر ونه ښود په دې عملیاتو کې ټپیان او یا نیول شوي دي.
دا په تیره یوه میاشت کې د وسله والو طالبانو دریم زندان دی چې افغان ځانګړي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ورڅخه بندیان راخوشې کیږي.
تر دې مخکې هم د هلمند په شمالي ولسوالیو کې د افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر زندانونو باندي په عملیاتو کې یو شمیر بندیان د دغې ډلې له بند څخه ازاد کړي وو.
امنیتي مقامات وايي، چې د دولت مخالف وسله وال طالبان له دولتي حاکمیت څخه بهر سیمو کې زندانونه لري چې د دغو زندانانون لویه برخه د هلمند په شمالي ولسولیو کې جوړ شوي دي.
خپله وسله والو طالبانو په هلمند کې د تیرې شپې د زندان د عملیاتو په اړه کومه تبصره نده کړې.
https://avapress.com/vdcc04qsp2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته