د
افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، محب الله محب؛ د فراه پولیسو ویاند وویل چی دا پیښه تیره شپه ۱۰ بجو په شاوخوا د فراه ښار د قلعه زمان په سیمه کې رامنځته شوی دی.
هغه زیاته کړه چی د فراه مرکزی احصائیه رییس ترور په اړوند، یو تن نیول شوی او لومړیو څیړنو کې هغه خپل جرم باندی اعتراف کړی دی.
دا په داسی حال کې دی چی د لسو ورځو راهیسو، په فراه کې ترورونه ډیر شوی دی.
په همدی حال کې، د فراه پولیسو ویاند وویل چی امنیتی ځواکونه شخصی کالیو سره په ښارونو کې ګرځی ترڅو ددی ولایت د خلګو ترور څخه مخنیوی وکړی.
فراه د هیواد په لویدیځ کې د ناامنو ولایتونو څخه دی.