دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 168372
په هرات کې طالبانو یو پولیس او هغه زوی تیرباران کړي دی
هرات امنیتی سرچینی وایی چی طالبانو یو پولیس سرتیری او زویی یی د شنبه ورځې په مازدیګر تیرباران کړی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، سید احمد محمدی؛ د هرات پولیسو ویاند وویل چی دا سرتیری جمعه نوم لری او هغه وخت چی کورنۍ یی د اوبه ولسوالی روغتون څخه کور ته لیږدول، د دشت اسفرز په سیمه کې د طالبانو کمین سره مخ شو
هغه زیاته کړه چی طالبان په ډزو سره دا سرتیری په قتل ورساوه او زوی یی هم په دی پيښه کې ټپی شو.
د ښاغلی محمدی په وینا، ددی سرتیری زوی د سخت وضعیت له امله چی درلود، په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړه.
هرات پولیس وویل چی ددی سرتیری د ترور عاملینو د نیولو لپاره تجسسی پراخ عملیات د اوبه په ولسوالی کې شروع کړی دی.
اوبه د هرات د ناامنو ولسوالیو څخه شمیرل کیږی.
https://avapress.com/vdccm4qsi2bqe18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته