دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 168377
ولسمشر غني د پکتیا ولایت د وروستي خونړي برید ټپیانو پوښتنه وکړه
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په سردار محمد داود خان په روغتون کې د پکتیا ولایت د وروستي خونړي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ټپیانو د پوښتنې پر مهال د یاد روغتون معالجو ډاکټرانو د بستري ټپیانو د روغتیايي وضعیت  او د درملنې د څرنګوالي په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله راغلي ”ما د ګردېز له مشرانو او د شهیدانو له ورثې سره ټلیفونې خبرې کړي او د خواخوږۍ او غمشریکۍ ترڅنګ مې هغوی ته ډاډ ورکړ چې حکومت به ډېر ژر د خواجه حسن جومات د بیارغاونې په برخه کې اقدام وکړي. “
د ارګ ماڼی په وینا، ولسمشر غني د شهید محمد داوودخان روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ټپيانو دجدي څارنې او درملنې په برخه کې خپلې هڅې درېغ نه کړي.
ارګ ماڼی وایي په پای کې د یاد روغتون مسوولینو او معالجو ډاکټرانو په دې روغتون کې د بستري ټپیانو د درملنې په خاطر ټولو شته امکاناتو څخه پر استفادې جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchq6nzq23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته