د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په یو بیان کې ویلي، چېپه دغه برید کې یو امریکايي او دوه افغان سرتیري ټپيان شوي هم دي.
په دغه بیان کې د وژل شوو بهرنیو سرتیرو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
افغان امنیتي چارواکي وايي، چې پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې، د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په خلازيي کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د پروان امنیه قوماندان جنرال محفوظ ولي زاده امریکا غږ – آشنا ته وویل، په دغه برید کې یو پلي ځانمرګي د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو د ګزمې کاروان په نښه کړی دی، چې د پولیسو د معلوماتو پر بنسټ دوه بهرني او دوه افغان سرتیري په کې ټپیان شوي دي.
جنرال وليزاده زیاته کړه، چې بهرنیو ځواکونو له برید وروسته سیمه وتړله او د پېښې قُربانیان یې د بګرام اډې ته ولیږدول.
وسلهوالو طالبانو د برید مسولیت منلی دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې ادعا کړې، چې په دغه برید کې اته بهرنیو ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)