دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۶
د مطلب کود : 168395
ارزګان چنارتو ولسوالی د سقوط ګواښ سره مخ دي
د ارزګان د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، یاده ولسوالي وسله والو طالبانو سخته محاصره کړې او وايي که اضافي ځواک ور ونه لېږل شي سقوط به وکړي.

ارزګان امنیه قوماندان اختر محمد په دی اړه وایی چي له درې شپو راهیسې طالبانو د ولسوالۍ زیاتې سیمې ورڅخه نیولي خو ولایتي او مرکزي ادارې ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.
نوموړی وايي، اوس هم د پولیسو پر پوستو جګړه روانه ده او په سیمه کې مېشت سرتېري د خوراکي موادو له نشتوالي سره هم مخ دي.

اختر محمد وویل:
"زه نه پوهېږم چې دا زموږ څنګه مشران دي، زموږ ولسوالي طالبانو له دریو شپو راهیسې سخته محاصره کړې او لسګونه افغان سرتېري یې وژلي، خو دوی له موږ سره هېڅ مرسته نه کوي او زموږ خبرې دروغ بولي، زه وایم چنارتو ولسوالۍ طالبانو سخته محاصره کړې او که اضافي سرتېري راونه رسېږي ولسوالي به سقوط وکړي."
قوماندان اختر محمد وايي، پر دغه ولسوالۍ د طالبانو په حمله کې د ملي اردو ۴۴سرتېري وژل شوي یو شمېر ټپيان او ځینې ژوندي ورک دي.
په دغه ولسوالۍ کې د ملي اردو مېشتو یو شمېر سرتېرو هم له ازادي راډیو سره خبرو کې د خپلو لسګونو ملګرو وژل کېدل او لادرکه کېدل تائید کړل.
دوی وايي د جګړې په ډګر کې وژل شوي او ټپي سرتېري پراته دي خو د انتقال لپاره هېڅ څوک هم نه دي ورغلي.
دوی سیمې ته د اضافي سرتېرو د لېږلو او په جګړه کې د وژل شویو او ټپي سرتېرو د انتقالولو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه وسله والو طالبانو پر يادې ولسوالۍ ډله ییز بریدونه وکړه چې پرمهال یې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې امینتي پوستې سقوط کړې او لسګونو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
د ارزګان د امنیه قوماندانۍ او ولایت مقام مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.
خو د ملي دفاع وزارت مسؤلین بیا وايي، یادې ولسوالۍ ته به ډېر ژر کمانډو سرتېري ورسېږي او عملیات به پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdchw6nzm23n-xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته