دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 168396
ریاست جمهوری: د افغان حکومت نه بغیر هیڅوک طالبانو سره سولې په اړه پرېکړه نه شی کولای
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له طالبانو سره مذاکرات یوازې د افغان حکومت کار دی او نور هېوادونه په دې اړه پرېکړه نه شي کولای.

په کابل کې د امریکا د پخواني سفیر رایان کراکر د هغه څرګندونو په غبرګون چې د افغان حکومت له استازو پرته په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو دوام د حکومت مشروعیت کموي، د افغانستان جمهوري ریاست وايي، بهرنیان د افغان سولې په اړه پرېکړه نه شي کولای.
د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دی اړه وویل چې د امریکا په ګډون نور هېوادونه د سولې په برخه کې اساتیاوې برابرولی شي، خو د مذاکرو مخ ته وړل د افغان حکومت کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې تازه په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رایان کراکر د امریکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه ویلي چې د افغان حکومت له استازو پرته دا ډول مذاکرات به د حکومت مشروعیت راکم کړي.
نوموړي د «ان. پي. آر» په نوم راډیو ته ویلي چې طالبان له واشنګټن سره له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرسر په خبرو بوخت دي، خو کله چې په خبرو کې د افغان حکومت استازي نه وي نو موږ به حکومت چاته سپارو.
نوموړي دغه شان ټینګار کړی چې په افغانستان کې روانه کشاله یوازې د خبرو له لارې حل کېدلای شي او داسې معلومېږي چې په دغه خبرو کې طالبان ګټونکي دي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو ډپیلوماتانو په قطر کې د طالبانو له استازو سره لیدلي چې دواړو خواوو دغه مسئله تائید کړې هم ده.
له دې ټولو سره ـ سره پخوانی طالب چارواکی او د خلاصون د لارې د ټولنې مشر سید اکبراغا وايي چې طالبان به له امریکایانو سره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر تر هوکړې وړاندې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نه شي.
https://avapress.com/vdci3vazqt1aqp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته