کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیا کې افغان سرتیرو باندی طالبانو برید کړي

14 اسد 1397 ساعت 16:21

د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت په لجه منګل ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په ډله ييزو بريدونو کې لږ تر لږه ۸ افغان امنيتي سرتيري وژل شوي دي.



د پکتيا امنيه قوماندان جنرال رازمحمد مندوزي په دی اړه وويل چې بريدونه د ولسوالۍ پر مقام او شاوخوا پرتو يو شمېر امنيتي پوستو پرون مازديګر پيل شوي وو او نن د سهار تر څلورو بجو يې دوام وکړ.
نوموړي وويل چې دوی ته د رسيدلو لومړنيو معلوماتو له مخې په دغه بريدونو کې ۸ افغان امنيتي سرتيري او ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او مړي يې د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.
جنرال رازمحمد مندوزي زياته کړه، له دې کبله چې په سيمه کې مخابراتي شبکې فعاليت نه لري، ښايي د وژلو شويو سرتيرو او طالبانو په شمېر کې کمی يا زياتی راشي او وايي چې د وروستيو ارقامو په اړه به د ورځې په اوږدو کې له رسنيو سره معلومات شريک کړي.
په ورته وخت کې د پکتيا د ولايتي شورا غړی تاج محمد منګل وايي چې په ياده جګړه کې ۶ امنيتي سرتيري او تر ۲۰ ډېر وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ امنيتي سرتيري ټپيان دي.
ښاغلي منګل زياته کړه چې که د لجې منګل امنيتي ځواکونو ته په خپل وخت اکمالات ونه شي، ممکن ولسوالۍ سقوط شي خو قوماندان جنرال رازمحمد مندوزی وايي چې سيمې ته مرستندويه ځواکونه رسيدلي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د يادې جګړې په اړه رسنيو ته څه نه دي.


د مطلب کود: 168398

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168398/پکتیا-کې-افغان-سرتیرو-باندی-طالبانو-برید-کړي

آوا
  https://www.avapress.com