دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 168400
افغانستان لوړو زده کړو وزارت د ښځینه او نارینه زده کوونکو د صنفوفو بیلولو په اړه راپورونه رد کړه
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت هغه راپورونه بې بنسټه وبلل چې ګواکې دغه وزارت په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو لپاره د جلا ټولګیو د رامنځته کېدو په اړه غور کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګواکې د لوړو زده کړو زده کړو وزارت په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د نجونو لپاره د ځانګړو او جلا ټولګیو د رامنځته کولو پرېکړه کړې ده.
خو د لوړو زده کړو وزارت ویاند، ضیا ساحل نن خبریالانو ته وویل چې “د لوړو زده کړو وزارت د هیواد په پوهنتونو کې د نجونو او هلکانو لپاره د جلا جلا صنفونو د رامنځته کېدو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې او پدې اړه اوازې بې اساسه دي.”
نوموړی د کانکور ازموینو د پایلې په اړه وویل “نن به د لوړو زده کړو وزارت لخوا د سږني کانکور له اول څخه تر پنځم نمره پورې د لوړو نمرو ګټونکي فارغان د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې وستایل شي. “
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت چارواکو تېره اوونی د ۱۳۹۷  لمریز کال لپاره د کانکور پایلې اعلان کړې.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو په وینا، دولتي لوړو زده کړو موسسو ته بریاليو کسانو شمېر ۶۰۵۱  او دولتي نیمه عالي موسسو ته د بریالیو کسانو شمېر ۱۲۴۹۸ تنه دي.
تهمینه د عبدالصبور لور د کابل ولایت د افغان ترک له ښوونځي څخه د لوړو نومرو ۳۵۳ په اخیستو سره د کانکور اول نومره بلل شوی.
محمد عماد الدین د عبدالقادر زوی له هرات ولایت څخه د ۳۴۸،۶۹ نومرو په اخیستو سره دوهم او مختار د خادم زوی له بامیان ولایت څخه د ۲۴۸،۲ نومرو په اخیستو سره د کانکور درېیم نمره بلل شوی.
همداشان محمد هادي د دوست محمد زوی د کانکور څلورم او صفدر د محمد نعیم زوی د کانکور پنځ نمره بلل شوی.
 
https://avapress.com/vdce7v8z7jh8pei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته