خوښ ديک ۰

عربستان د کانادا سفیر اخراج کړ

ریاض اعلان کړ، ددی وروسته چی اوتاوا په عربستان کې د مدنی حقوقو فعالینو آزادی غوښتونکې شوی دی، سعودیان تجارت او نوی سرمایه ګذاری په کانادا کې ځنډوی.
عربستان د کانادا سفیر اخراج کړ

عربستان همدارنګه کانادا سفیر ته په دی هیواد کې ۲۴ ساعته وخت ورکړی چی ریاض پریږدی. په همدی حال کې، د عربستان خارجه چارو وزارت خپل سفیر د کانادا څخه غوښتی دی.
عربستان دیپلماسی دستګاه خپل بیانیه کې ویلی دی چی دا حق ځان لپاره محفوظ بولی چی مظاعف اقدامات ترسره کړی.
د سعودیانو دا اقدام ددی وروسته ترسره کیږی چی کانادا د مدنی فعالینو فوری آزادیدو غوښتونکې شوی؛ هغه غوښتنه چی په ریاض کې داخلی چارو باندی لاس وهنه بلل شوی دی.
د عربستان خارجه چارو وزارت په بیانیه کې راغلی دی، دا هیواد نورو هیوادونو داخلی مسائلو کې د هغه جمله څخه کانادا هیواد، لاسوهنی څخه ډډی ته متعهد دی او په عینی حال کې د عربستان په داخلی چارو کې د هر ډول لاسوهنی سره مخالف دی.
 
دوشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۳
د مطلب کود: 168430 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *