دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۷
د مطلب کود : 168447
عبدالله عبدالله: نیول شویو داعشیانو قضیو په اړه دی هراړخیزه څیړنه وشی
د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د هېواد امنیتي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د تسلیم شویو داعشیانو قضیو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

ښاغلي عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې حکومت به هیڅکله د تسلیم شویو داعشیانو په جنایتونو سترګې پټې نه کړي.
هغه زیاته کړه، چې له تسلیم شویو داعشیانو سره به د جنګي اسیرانو په توګه چلند وشي.
نوموړی په ټینګار سره وویل، چې د داعش ډلې جګړه ماران د سولې له بهیر سره نه دي یو ځای شوي بلکې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو فشارونو له امله افغان پوځیانو ته تسلیم شوي دي.
ښاغلي عبدالله وویل چې امنیتي بنسټونه باید په دې اړه جدي پاملرنه ولري او د تسلیم شویو وسله والو د جنایتونو قضیې باید په بشپړه توګه وڅېړي.
تېره اوونی په شمال جوزجان ولایت کې د داعش ډلې سلګونه جنګیالي افغان پوځیانو ته تسلیم شول.
د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په شمال کې د داعشیانو اصلي مرکز د طالبانو له خوا سقوط شوی او د دې ډلې ۲۵۰ جګړه ماران امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfjcdyew6dvja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته