کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی په امر جلال آباد ښار کې ځانکړی ځواکونه مېشت شول

15 اسد 1397 ساعت 17:02

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وایي د کورنیو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د کورنیو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه په جلال اباد ښار کې مېشت شوي.



د ننګرهار ولایت مقام له مخې، د ننګرهار والي حیات الله حیات جلال اباد ته د کورنیو چارو وزارت له لورې را لیږل شوو ځآنګړو ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د دښمن او د هغوی د همکارانو د نابودولو په برخه کې خآنګړي عملیات او اقدامات ترسره کړي.
د ښاغلي حیات په وینا د کورنیو چارو وزارت ځآنګړي ځواکونه به د نورو ځواکونو سره یو ځای دنده ترسره کړي.
د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې ویلي چې د نورو ځآنګړو عملیاتو او اقداماتو ترسره کولو سربېره په جلال اباد ښار کې د تورو ښیښو،بې پلیټه موټرو، غیرې مسؤله وسله والو، د اسنادو نه درلودلو پر مهال د حکومتي پلیټونو او یو شمیر نورو غیرې قانوني کړنو مخنیوی د ننګرهار والي د نورو سپارښتنو څخه وې، چې د کورنیو چارو ځآنګړو ځواکونو ته یې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې په وروستیو میاشتو کې د ننګرهار ولایت مرکز په جلال اباد ښار کې یې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
د دغو بریدونو په غبرګون کې ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونی د امنیتي بنسټونو بیړني غونډه را وبلله او امنیتي مسئولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د ننګرهار ولایت د امنیت د ښه والي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
 


د مطلب کود: 168448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168448/ولسمشر-غنی-په-امر-جلال-آباد-ښار-کې-ځانکړی-ځواکونه-مېشت-شول

آوا
  https://www.avapress.com