پېښه په سانټا آنا ښار کې د جان واين هوايي ډګر په دوه کيلومترۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د اطفائيې یوه چارواکي ویلي، الوتکه د هوايي ډګر پر لورې روانه وه چې ويې نشو کړای هوايي ډګر ته ځان ورسوي.
تر پېښې و روسته سیمې ته د اطفائيې کارکونکي او پولیس رسېدلي، د الوتکې لوېدلو د موټرو تمځای کې څوک ټپیان کړي نه دي.
د پيښي تصويرونه ښيي چې تمځای کې څو ګاډي ویجاړ شوي دي.
د امریکا د فدرال هوايي چلندادارې ویلي چې د پېښې په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.