د پولیسو د ګزمې څانګې رئیس فريډوالر یوه خبري کانفرانس کې ویلي، زموږ په واټونو کې ځینې ډزې تصادفي او ځینې يې قصدي وې.
نوموړي زياته کړه، د ډزو ډېرې پيښي ښار کې د وسله والو ډلو د تاوتريخوالې اړوند دي.
پولیس وايي، وسله والو ښار کې د خلکو پر څو غونډو ډزې کړې دي.
د شیکاګو لویديځ د ډېر تاوتريخوالې شاهد و، په دې برخه کې ۲۵ تنه د بېلو بریدونو په لړ کې په ډزو ټپیان شوي دي.
دا پېښې په داسې مهال رامنځ ته کیږي چې څو ورځې وړاندې شیکاګو ټريبیون ورځپاڼې وویل چې په ښار کې د ډزو پېښې کمې شوې دي.
د یادې ورځپاڼې د شمېرنو له مخې سږ کال تر اګسټ میاشت پورې د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په نسبت ۵۳۳ پېښې کمې دي.