دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 168480
ارګ: د ۲،۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۰ پروژو قراردادونه منظور شول
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو غونډې په ترڅ کې د ۲،۱ میلیارد افغانیو په ارزښت د ۱۰ پروژو قراردادونه منظور شوي.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي چې د ملي تدارکاتو غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشری پرون ماښام په ارګ ماڼی کې جوړه شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظور شویو پروژو کې د هېواد د ۱۱ ولایتونو ټاکلو زېرمو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د مرکزي سیلو زېرمو ته د تورخم بندر له لارې د ۴۰ زره متریک ټنه غنمو د لېږد پروژې، د فواید عامې وزارت اړوند له هجرت کلي څخه تر جلال اباد پورې د ۱۲،۵۰۹ کیلومتر  اوږد سړک پروژې، او د فواید عامې وزارت اړوند د شورابک سپین بولدک سړک جوړولو د دویمې برخې قراردادونه شامل دي.
د ارګ ماڼی په وینا، د غونډې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ اړوند د ۳۰ متر پلن او د ۲،۷۶۰ کیلومتر اوږد د بډولې سړک د جوړولو پروژې، د کورنیو چارو وزارت اړوند د چوکاټي قرارداد په اساس د ۲۰۲ شمشاد زون اړوند د ولایتونو د امنیه قومندانیو او قرارګاو د اړتیا وړ دوه قلمه (پسه او غوايي) غوښې تدارک، د پوهنې وزارت اړوند د هېواد د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ قلمه اعاشوي توکو تهیه او تدارک او د کلیو پراختیا وزارت اړوند د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د زېرمو د ترمیم او عایق کارۍ پروژې قراردادونه هم منظور کړي.
ارګ ماڼی وایي سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د بغلان ولایت  چوکک کلي څخه تر پل فرشته ګان پورې د (۹+۹۳۰،۲۳) کیلو مترو په اوږدوالي د شمالي سالنګ لویې لارې سړک د ترمیماتي پروژې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د (G2G) دولت په دولت قرارداد پر بنسټ له (بروغیل نه د چین ترسرحده) د واخان دهلیز نوري فایبر د سروې پروژې د تمدید، د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د مخکې جوړو قطعاتو له ټکنالوژۍ (د څلور برخو لرونکي) څخه په استفادې د څلورو ښوونځیو د جوړولو پروژې قراردادونه هم منظور کړي دي.
ارګ ماڼی وایي  ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc44qsx2bqe08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته