دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 168490
په افغانستان کې د اقتصادي ګواښونو په اړه د نړیوال بانک خبرداری
نړیوال بانک د افغانستان په د شپږ میاشتني اقتصادي راپور په خپرولو سره ویلي چې ښايي د افغانستان وروستۍ اقتصادي لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ شي.
د نړیوال بانک د راپور په اساس، د افغانستان اقتصادي ودې د زیات شمېر نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د پام وړ کموالۍ موندلی دی، چې په پایله کې یې امنیتي وضعیت خراب او سیاسي بې ثباتۍ په ځانګړي ډول د ۱۳۹۳ کال له ټاکنو وروسته هم د هېواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېز کړی دی، خو اوس د اصلاحاتو په پلي کېدو او بېرته د خلکو اعتماد په ترلاسه کولو سره یو ځل بیا د دې هېواد اقتصاد د بدلون او ښه کېدو په حال کې دی.
نړیولا په خپلې نوی راپور کې ویلي چې د ناخالصو کورنیو تولیداتو (GDP) رښتیني وده، چې په ۱۳۹۴ مالي کې ټیټه یعنی ۱،۵ سلنه وه، په ۱۳۹۵ مالي کال کې ۲،۳ سلنه او په همدې ترتیب  په ۱۳۹۶ مالي کال کې ۲،۷ سلنه لوړه شوې ده.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر، شوبهم چوهدري وایي “په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان دولت او نړیوالو شریکانو تر ټولو مهم لومړیتوب پر راتلونکي د خلکو د اعتماد ترلاسه کول دي، ترڅو اوسنۍ اقتصادي لاسته راوړنې وساتل شي او اقتصادي وده او کاري فرصتونه پراخ کړل شي. اوسمهال له نیمايي ډېر افغانان په بېوزلۍ کې ژوند کوي. نو موږ نشو کولای چې په اقتصادي او پرمختیايي ډګر کې د موجودو لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو شاهدان واوسو.”
د نړیوال بانک وروستۍ راپور ښيي، چې د افغانستان دولت لویې اقتصادي پالیسې د اوسنیو شرایطو لپاره ځواب ویونکې او مناسبې ارزول کیږي.
په راپور کې راغلي چې په ۱۳۹۶ کال کې مالي کسر چې د ناخالصو کورنیو تولیداتو ۰،۵ سلنې په شاوخوا کې برخه یې جوړوله، ټیټ ؤ او تمه کیږي، چې په ۱۳۹۷ کال کې به هم مالي کسر په همدې کچه وي. دا کسر به اصلاً د نغدو زېرمو څخه چې په ښه حالت کې قرار لري، تمویل کړای شي.
د نړیوال بانک په وینا، د دولت د عوایدو کچه یا میزان په ۱۳۹۶ کال کې د ناخالصو کورنیو تولیداتو تر ټولو لوړې کچې یعنې ۱۲،۳ سلنې ته رسېدلې ؤ. د مصرفي توکو د بیو انفلاسیون په ۱۳۹۶ مالي کال کې د ۳،۱سلنې سره په معتدل وضعیت کې ؤ او تمه کیږي، چې د ۱۳۹۷ مالي کال په اوږدو کې په هم همدې ډول پاتې شي.
نړیوال بانک وایي دې فرضیې ته په کتو سره چې راتلونکې ټاکنې نسبتاً ښې ترسره شي، امنیتي وضعیت نور خراب نشي، د ۱۳۹۳ کال ټاکنو وروسته ورته سیاسي بی ثباتي تکرار نشي، نړیوال بانک په راتلونکو کلونو کې د اقتصادي ودې تدریجي ګړندیتوب پېشبیني کوي. تمه کیږي، چې دغه اقتصادي وده په ۱۳۹۸مالي کال کې ۲،۸ سلنې ته ورسیږي او په همدې ډول په ۱۴۰۰مالي کال کې ۳،۶ سلنې ته لوړه شي.
همدارنګه ښاغلي چوهدريزیاته کړه چې د بېوزلۍ پر وړاندې اغېزمنه او ګټوره مبارزه چټکې اقتصادي ودې ته اړتیا لري. نوموړي وویل “چټکه او د پام وړ اقتصادي وده په استخراجي صنایعو، انرژۍ او مخابراتو او مواصلاتو کې د پانګونې د بسیج له لارې غښتلې کېدای شي او همدارنګه د افغان ځوانانو او ښځو له مهارتونو څخه د ګټې اخیستنې ترڅنګ د کاري فرصتونو د ظرفیتونو د تحقق په برخه کې د ګامونو پورته کولو له لارې د کرنیز سکټور او کرنیزې سوداګرۍ څخه ترلاسه کیږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnj0fzyt09o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته