دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۳
د مطلب کود : 168498
د لوګر د ازرې ولسوالۍ په هوایي برید کې پولیس وژل شوي
سیمه ییزو چارواکو آریانا نیوز ته ویلي، چې د لوګر د ازرې ولسوالۍ په هوایي برید کې پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د ازرې ولسوال حمیدالله زیاته کړې؛ تېره شپه( د زمري ۱۵) په ازره ولسوالۍ کې هغه مهال لس پولیس ووژل شول، چې هوایي ځواکونو په تېروتنه پر هغو بمبارد وکړ.
هغه زیاته کړې، چې دغه بمبارد له هغې وروسته تر سره شوی، چې وسلوالو طالبانو پر ازره ولسوالۍ پراخ بریدونه پیل کړل.
ولسوال حمیدالله دا هم څرګنده کړې، چې په دې بریدونو کې په ډېر شمېر وسلوالو طالبانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه طالبانو د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او شاوخوا پوستونه بریدونه پيل کړل، چې تر سهاره يې دوام وکړ.
هغه زیاته کړې، چې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بمبارد کې د پولیسو پوستې پر نښه شوي او نږدې ۱۵ پولیس او پېنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د سیمې خلکو ویلي، چې طالبانو ګڼې پوستې نیولي او جګړه اوس هم روانه ده.
د لوګر امنیه قومندانۍ د جګړې پخلی کړی او وایي، چې دېرش طالب سرتېري وژل شوي دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د دې ولسوالۍ په صنم خېلو او کټوال سیمو کې د سیمه ییزو ځواکونو د پوستو د نیولو تر څنګ د ۱۹ سیمه ییزو پولیسو له وژلو خبر ورکړی دی
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb9wb8wrhb0ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته