کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د راتلونکو ټاکنو په اړه د ولسمشر غني فرمان

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 اسد 1397 ساعت 16:51

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په موخه او د ټاکنو په بهیر کې یې د لاسوهنې د مخنیوي لپاره نوی فرمان صادر کړی دی.


د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په یوه خبرې ناسته کې د وینا پر مهال وویل ”د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس نن د ټاکڼو د بهیر د روڼتیا په موخه په یاد بهیر کې د دولتي چارواکو، منسوبینو او کارکوونکو د عدم مداخلې په اړه یو فرمان صادر کړ. “
چخانسوري وایي د ولسمشر غني د نوی فرمان په اساس دولتي او پوځي چارواکي او د خلکو استازي نشي کولی د ټاکنو په بهیر کې مداخله وکړي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ټاکنو په موده کې یې دولتي چارواکي نشي کولی له دولتي وسایطو څخه د شخصي کارونو لپاره کار واخلي.
د ښاغلي چخانسوری په وینا ولسمشر غني سربېره پر دې اړوندو امنیتتي بنسټونو ته لارښوونه کړې چې د ټاکنو امنیت د ساتلو لپاره جدي اقدامات وکړي.
ارګ ماڼی تر دې مخکې ویلي و چې ولسمشر غني د ملي او مهمو مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او شخصیتونو سره د سولې، اوربند، ټاکنو او د افغانستان د ځینو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې وکړې.
تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي و چې ګواکې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په اړه د حکومت او سیاسي مشرانو ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو بې نتیجې پای ته رسېدلي.
د یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو مشرانو تر دې مخکې له حکومت او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتیي و چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکنې پروسه باطله اعلان کړي، په تاکنیز نظام کې بدلون رامنځته کړي، د رای ورکوونکو په بیا ځلي پروسه کې له بایومټریک تکنالوژۍ څخه کار واخلي او په ټاکنو کې سیاسي احزابو ته ځانګړې ونډې ورکړي


د مطلب کود: 168501

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/168501/د-راتلونکو-ټاکنو-په-اړه-ولسمشر-غني-فرمان

آوا
  https://www.avapress.com