دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۰۸
د مطلب کود : 168505
فراه کې ۵۱ تنو طالبانو ته مرګژوبله اوښتي
په فراه کې چارواکي وايي، په بالابلوک ولسوالۍ کې ۱۹ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۳۲ تنه زخمیان شوي دي.

د فراه د والي ویاند، محمد ناصر مهري په دی اړه وویل چې وسله‎والو طالبانو پرون شپه په بالابلوک ولسوالۍ کې پر درېیو پوستو ډله‎ییزه حمله کړې وه چې تر نن سهار تقریباً څلورو بجو روانه وه.
د مهري په وینا، په‎دې حملې کې څلور عسکر وژل شوي او شپږ تنه زخمیان شوي دي.
د حملې په ځای کې د افغانستان د پوځ الوتکو بمبار هم کړی دی.
وسله‎والو طالبانو په‎دې اړه خبرې نه‎دي کړي.
https://avapress.com/vdcawan6m49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته